د پاکستان وزیرخارجه بلاول بهټو زرداري د پاکستانیانو څخه غوښتنه کړې ده چې د سیلاب ځپلو په خلاصه مټ مالي مرستې وکړي ځکه چې سیلابونو ی هرڅه تباه کړي دي

0
89

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان خارجه چارو وزیر بلاول بهټو ویلي دي چې په پاکستان کې د سیلابونو له امله تر ۱۵۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

په سوشل ميډيا د بيان جاري کولو په مهال بلاول بهټو وئيلي دي چې په پاکستان کې د سيلابونو له امله 33.3 مليونه خلک متاثره شوي دي، سيلابونو په څلورو صوبو کې هر څه تباه کړي دي.
هغه غوښتنه وکړه چې هر پاکستانی باید د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ګامونه پورته کړي او په خلاصه مټه د سیلاب ځپلو سره مالي مرستې وکړي.

ياده دې وي چې په سندهه سيند کې د اوبو سطحه مخ په لوړيدو ده چې له سيند سره څیرمه ضلعو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی دی.
د پي ډي ايم اے وياند ترمخه په تونسه، چشمه، ګوډو او سکهر کښې په سيند کښې د اوبو سطحه زياته ده نو د سندهه سيند سره تړلې ټولو ضلعو ته خبردارې ورکړل شوي دې.
نور خبرونه

د ملګري ملتونو عمومي منشي پاکستان کښې د روانو سیلابونو له وجهې دا راپیښې مرګ،ژوبلې او مالي زیان په اړه خواشيني څرګنده کړې ده

پاکستان کښې د سیلابونو له امله څومره مرګ ژوبله شوې، څومره کورونه ویجاړ شوي، ددې بشپړه راپور خپور شوې دې

Leave a reply