پاکستان سره به زمونږ مرستې دوام ولري: چین

باغي ټي وي رپورټ
چین وايي، د نړیوال اقلیم په غبرګون کې به له پاکستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي او هیله لري چې پاکستانیان به دغه ناورین کنټرول کړي.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ژاو لي جيان په يوه بيان کې وويل، چين به له پاکستان سره د سيلاب ځپلو او بيارغاونې په برخه کې لا زياتې مرستې وکړي، په پاکستان کې د ويجاړونکي سيلاب په اړه معلومات زړه لړزوونکي دي.

وياند وويل، چين او پاکستان د اقليمي ستراتيژيکې همکارۍ شريکان دي او د يو بل په خوښيو او غمونو کې شريک دي او په سختو حالاتو کې له پاکستان سره دي.

د وياند له مخې د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم له خپل پاكستاني سيال سره خواخوږي څرګنده كړې ده.
ژاو لي جيان وايي چين پاکستان ته څلور زره خيمې، ٥٠ زره کمپلې او ٥٠ زره ترپالونه ورکړي دي، ډالر به نغدي ورکړي، هغه اوویل چې چین ریډ کریسنټ به پاکستان ته ۳ لکه ډالر مالي مرسته هم ورکړي. د پاکستان د ټولو چينايي شرکتونو اتحاديې د سيلاب ځپلو لپاره د يو نیم کروړ روپو مرسته کړې ده.

د وياند په وينا، چين هيله لري چې پاکستانيان به زر تر زره دغه ناورين کابو کړي او خپل کورونه به بيا جوړ کړي.
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف په مشرې کښې نن راجوړه شوې غونډه کښې د سیلاب ځپلو د بحالۍ په اړه د نیشنل فلډ رسپنانس اینډ کوورډینیشن سنټر جوړولو پریکړه وشوه

برتاینه د پاکستان سیلاب ځپلو سره د ملیونونو پونډونو مالي مرستې اعلان کړې دې، تر دې دمه پاکستان کښې د سیلاب له امله دروند مالي او ځانی زیان رسیدلې

باغي ټي وي سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره کمپان پیل کړې دې، پاکستان کښې د سیلاب ځپلو سره مرستې لپاره باغي ټي وي سره مرستې وکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网