د پاکستان فوځ په ضد د بغاوت په قضیه کښې نیول شوې د پاکستان تحریک انصاف مشر شهباز ګل معافي غوښتلو ته تیار شوې دې: د شهباز وکیل

0
197

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر شهباز ګل چې د اسلام اباد په عدالت کې د بفاوت په قضیه کې نیول شوی، وکیل ی وايي چې شهباز ګل بخښنې غوښتلو ته چمتو شوې دې.

د اسلام اباد په ځايي عدالت کې د شهبازګل د ضمانت د درخواست اورېدنه وشوه چې په ترڅ کې یې د شهبازګل د بیان او د اینکر د پوښتنې اړوند یوه ویډیو د عدالت په کمره کې وچلول شوه.
د ملزم وکيل شهبازګل د مقدمې متن لوستل شروع کړل او ويې ويل چې په اتم اګست د غلام مرتضي چانډيو په شکايت کې مقدمه درج کړې شوې وه، ملزم د فورسز افسرانو او کارکنانو په تقسيم کولو تور لګولی وو، مدعي سټي مجسټرېټ شهبازګل ملزم ګرځولي وو۔ له محاکمې وروسته په بیان کې ۵ نور تورن کسان هم نومول شوي دي.

د ملزم وکیل برهان معظم د شهباز ګل د بيان په نه ښودلو اعتراض وکړ او عدالت ته يې وويل چې پوليس د ملزم بيان نه په ډاګه کوي، نور ټول بيانونه ښودل شوي، پوليس د 161 بيان بيان نه دی ښودلی، 12 شاهدان لیکل شوي، نو محکمه باید د 161 شاهدانو بیان څرګند کړي.

په دې اړه عدالت پوليسو ته امر کړى چې د تورن لومړي بيان دې وښيي او قاضي پلټونکي افسر ته لارښوونه وکړه چې د ١٦١ وکيلانو بيان دې وښيي چې چا څه بيان کړى دى.

د تورن وکيل وويل شهبازګل هيڅکله د بغاوت په اړه فکر نه ؤ کړی، مقدمه د ټرانسکريپټ د مختلفو ځايونو نه د پوائنټونو په اخستو سره درج کړې شوې ده، په دې بيان کښې يو ځائ غلط فهمي ده، شهبازګل دې غلط فهمي ختمولو ته تيار دې، هغه معافي غوښتلو ته هم تيار دي۔ مګر دا څنګه حق دی چې مختلف ټکي را پورته پورته کړي شول او په بغاوت ی تورن کړو؟

وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه تر سبا پورې وځنډوله.

نورخبرونه

خیبر پښتونخوا حکومت هم د شهباز ګل په ضد د بغاوت او غدارۍ مقدمه درج کړې ده

د پاکستان فوځ په ضد بغاوت مقدمه کښې نیول شوې شهباز ګل په مقدمه کښې مهم پرمختګ شوې، کراچۍ کښې پولیسو ته مطلوب کسانو په ضد کاروایی شوې، په کورونو چاپې وهل شوي دي

Leave a reply