د ملګرو ملتونو د بشري همغږیو مشر ویلي: د ګنګل شوې شتمني ازادېدل د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه کوي.

0
171

 

29 اگست , 2022

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه کنفرانس لري.

په ورته حال چې د افغان دولت چارواکو د افغانستان د ارزي شتمنيو د ازاديدو غوښتنه بیا بیا کړې، نن د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ويلي چې د يادې شتمنۍ ازاديدل به د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه کړي خو بشري ناورين به هوار نه کړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د روسيې له سپوټنيک اژانس سره په خبرو کې ويلي چې ارزي شتمنۍ د مالي سياستونو د مديريت مهمه وسيله ده چې د بانکي سکتور د فعاليت لپاره يې شتو:ن اړين دی.

اړوند موضوعات

پر ط الب چارواکو د سفر معافیت؛ د ملګرو ملتونو پرېکړه پۀ دې اړه ځنډېدلې ده 

اکبروف زياته کړې چې ارزي شتمنۍ د بشري ستونزو د هواري لپاره نه شي کارول کېدای او نه يې هم ازاديدل په دې مانا دي چې سيده به د بشري مرستو اړمنو ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو د چارواکو داڅرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان پر اقتصاد د امريکا بنديزونو هېواد کې سوداګريز فعاليتونه ټکني کړي او دې چارې بيا د فقر په پراخولو کې مهم رول لري.

Leave a reply