امریکا لا هم د هغه کسانو د وژلو تاوان نه مني، چې د وتلو دوه ورځې مخکې یې کابل کې ووژل.

0
53

۲۹اګست ۲۰۲۲

 

د تیرکال اګست په ۲۹مه نیټه امریکایي بې پیلوټه الوتکې کابل کې یو کور په نښه او برید یې پرې وکړ، چې پکې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه نور کسه ووژل شول.

امریکایانو په لومړیو کې ادعا وکړه چې په دغه کور کې یې د داعش مهم غړي چې د برید تابیا یې نیولې وه، وژلي او له منځه وړي، خو دا ادعا یې ناسمه او د سیمې ټولو خلکو ولیدل چې دلته یې یو ولسي کور په نښه او تنکي ماشومان یې پکې له منځه وړي.

تر برید ډیر وروسته امریکا ومنل چې په دغه برید کې یې بې ګناه افغانان وژلي او اعلامیه کې یې دا هم ووېل چې دوی به دغه پیښې عاملینو ته سزا نه ورکوي او نه هم تاوان.

 

پنټاګون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ووېل چې دغه برید یوه تیروتنه وه او عاملین یې هیڅ د سزا وړ نه دي.

اړوند موضوعات

ا.ا پر کابل د امریکا هوايي برید پۀ کلکو ټکو غندلی دی 
‏په کابل کې د اگست په ۲۹مه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید د هغو بریدونو بیلگه وه چې هر ورځ به د افغانستان په کلیو کې ترسره کیدل او د ماشومانو په گډون زرگونه بیگناه افغانان پکې وژل کیدل.

Leave a reply