ا.ا پر کابل د امریکا هوايي برید پۀ کلکو ټکو غندلی دی 

0
102

ا.ا پر کابل د امریکا هوايي برید پۀ کلکو ټکو غندلی دی 

د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، په لومړي سر کې شک کېده چې دا به یوه چاودنه وي خو د امنیتي‌ او استخباراتي اداراتو څېړنو وښوده چې دا برید بې پیلوټه امریکايي الوتکې کړی دی.

 

(2022 / 8 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت په کابل کې د امریکا ډرون هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، په لومړي سر کې شک کېده چې دا به یوه چاودنه وي خو د امنیتي‌ او استخباراتي اداراتو څېړنو وښوده چې دا برید بې پیلوټه امریکايي الوتکې کړی دی.

نوموړي دا نه دي ویلي چې برید پر چا او څنګه شوی دی خو وایي دا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی. مجاهد همدا راز زیاتوي چې د امریکا برید د دوحې د هوکړې خلاف عمل دی او دا چاره به د دواړو لورو ترمنځ اړیکې سختې زیانمنې کړي‌ او ناوړه پایلې به ولري.

Leave a reply