د ورستیو سیلابونو په پایله کې ۱۹۴ تنه مړه او زیات شمیر کورونه ویجاړ شوي.

۲۸اګست ۲۰۲۲

د افغان دولت د طبیعي پیښو ته د رسیدو کمیسیون په خپل تازه خبري کنفرانس کې ووېل، چې تر دا دمه ۲۱ ولایتونو کې سیلابونو ۱۹۴ تنه مړه او ۲۶۰ تنه ټپیان کړي.

طبیعي پېښو سره د مبارزې کمېسیون د شنبې په ورځ د سنبلې په ۵مه په یوه خبري غونډه کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو د وروستیو شمېرو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د دې کمیسیون د چارو مرستیال وزیر شرف الدین مسلم وايي، په تېره یوه میاشت کې په ۲۱ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان وژل شوي او ۲۶۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو سېلابونو کې ١٢زره او ٢٠ کورونه په جزوي او بشپړ ډول ويجاړ شوي او ٩زره څاروي له منځه تللي دي.

مسلم څرګنده کړه چې اوس مهال له یو میلیون څخه زیاتې کورنۍ بیړنیو مرستو او اساسي اقداماتو ته اړتیا لري.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاالله عمري هم ویلي، چې د وروستیو سیلابونو په پایله کې شاوخوا ۶۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د هغه په ​​وينا، د دغو سېلابونو په پايله کې يو شمېر مېوه لرونکي او غير ميوه لرونکي ونې هم له منځه تللي دي.

د افغان دولت د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور وايي، د دغو سېلابونو له امله د اوبو ۴۴۱ بندونه، ۳۲۹ محلي بندونه، ۷۵۰ کاریزونه، ۲۲ د انجینري بندونه او ۶۵۰ متره استنادي دېوالونه ویجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد وايي، د پېښې ځای ته د نارینه او ښځینه ډاکټرانو په ګډون بېړنۍ ډلې په شته امکاناتو استول شوي دي.

اړوند موضوعات

د هیواد ګڼو ولایتونو کې زیاتو اورښتونو او سیلابونو، ځاني او مالي تلفات اړولي.
د یادونې وړ ده چې په دا وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو سیلابونه راغلي، چې زیات زیانونه یې د لوګر، غزني، میدان وردګ، ننګرهار، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې اړولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载