د هیواد ګڼو ولایتونو کې زیاتو اورښتونو او سیلابونو، ځاني او مالي تلفات اړولي.

0
186

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د څو ورځو پرلپسې اورښتونو او بارانونو له کبله زیات سیلابونه راوتلي، چې زیات ځاني او مالي تلفات یې اړولي.

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وایي: چې د میدان وردګ، لوګر، لغمان، غزني او ننګرهار ولایتونو کې سیلابونو زیات زیانونه اړولي، د ځینو سرچینو د راپورونو پر بنیاد د ننګرهار په خوګیاڼو، حصارک، چپرهار، د میدان وردګ په جلریز او سیدآباد او د لوګر په خوښي، محمد آغه او مرکز پل عالم ښار کې زیات زیانونه اړولي.

د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د سیلابونو په اړه خبري کنفرانس کې ووېل: په تېره یوه مياشت کې په ټول هېواد کې د سیلابونو له امله 182 تنه مړه شوي، 250 ټپيان شوي او 3109کورونه په بشپړ يا نسبي توګه ويجاړ شوي دي.

د افغان دولت د سرې میاشتې ریاست، ضد حوادث وزارت، مهاجرینو وزارت او بیلا بیلې خیریې مؤسسې په ټولو سیمو کې پر کومکونو، سرپناه برابرولو، خوراکي موادو رسولو او د لا زیاتو د تلفاتو د مخنیوي په پار رسیدلي او پر خدمت بوخت دي.

تیره شپه د ننګرهار ولایت د ډرونټې بند دروازې هم د سیلابونو د اوبو د زیاتوالي له امله د اوبو پر مخ خلاصې شوې، تر څو بند ته تاوان ونه رسوي.

اړوند موضوعات

دولت افغانستان از سازمان ملل متحد خواسته است تا به سیل زدگان کمک کند

هیواد په ګڼو ولایتونو کې لا هم د زیاتو اورښتونو او سیلابونه امکانات شته.

Leave a reply