د پکتیا جاني خیلو کې د یو کور د چت لویدو له امله، پنځه تنه مړه شوي.

0
120

 

۲۸اګست ۲۰۲۲

 

د پکتیا ولایت جاني خیلو ولسوالۍ کې د یوه کور د چت لوېدلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شوي.

 

 

د پیښې په تړاو د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ووېل چې دا پیښه د پکتیا ولایت لرې پرتې ولسوالۍ جاني خیلو اړوند بلخیلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

 

 

د نوموړي په وینا په پیښه کې درې انجونې، یو ماشوم او یوه ښځه مړه شوي.

 اړوند موضوعات

د هیواد ګڼو ولایتونو کې زیاتو اورښتونو او سیلابونو، ځاني او مالي تلفات اړولي.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې زیاتو اورښتونو او سیلابونو د افغانستان ګڼو ولایتونو کې ځاني او مالي تلفات اړولي.

Leave a reply