امریکایي محکمې د افغانستان کنګل شوې پیسې د ۱۱م سپتمبر قربانیانو ته د ورکولو غوښتنه رد کړه.

0
180

په وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه داسې پریکړه وکړه، چې دا پیسې به په دوه برخو وویشل شي او یوه بیرخه یې چې تقریبا ۳.۵ میلیارده ډالره کیږي، د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د پیښې قربانیانو کورنیو ته ورکړي.

خو دې پریکړې د افغانستان سربیره په نورو هیوادونو او ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه راوپارول، چې دا د افغان ولس سره ناانصافي او د ټولو دنیایي اصولو خلاف کړنه ده، ذ نوموړي په دغه فرمان کې راغلي چې پاتې نیمه برخه به افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په لړکې ورکړل شي.

خو تیره ورځ د امریکا په نیویارک کې یوې محکمې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ‘د افغانستان بانک ‘ له کنګل شویو پیسو د تاوان ورکولو غوښتنه رد کړه.

د نیویارک په منهاټن کې یوې قاضۍ سارا نیټبورن په دې هکله خپله پرېکړه کې ویلي چې د افغانستان بانک پر شتمنۍ محدودیت له قانوني واکه بهر چاره ده.

همدا راز روانې اګست میاشت کې بیا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د نږدې ۸۰ قربانیانو کورنیو له ولسمشر جو بایډن وغوښتل چې د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه واخلي او دا پیسې بېرته افغانانو ته ورکړي.‌
ث
دوی ولسمشر بایډن ته یوه لیک کې لیکلي وو: “د سپتمبر یوولسمې کورنیو قضایاو لپاره د دغو ۷ میلیارد ډالرو هر راز کارول له قانوني‌ اړخه مشکوک او له اخلاقي اړخه ناسم دي.”

اړوند موضوعات

 ا.ا یو ځل بیا پر امریکا د کنګل شوې افغان شتمنۍ د آزادېدو غږ کړی دی 

په دې لیک کې زیاته شوې وه چې دا پیسې د افغانستان د خلکو اړوندې دي او افغانان ورته اوسمهال تر دوی ډېره اړتیا لري.‌‌

Leave a reply