ا.ا یو ځل بیا پر امریکا د کنګل شوې افغان شتمنۍ د آزادېدو غږ کړی دی

امیرخان متقي ویلي چې افغانستان یو پیاوړی مرکزي حکومت لري، پر ټوله خاوره حاکمیت لري، امنیت یې راوستی دی، له افغان خاورې نړیوالو ته هېڅ راز ګواښ نه جوړېږي، نو له همدې امله نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې افغان حکومت په رسمیت وپېژني او کنګل شوې شتمني آزاده کړي.
(2022 / 7 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت یو ځل بیا پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزير له قوله نړیواله رسنیو لیکلي چې نوموړي پر امریکا د شتمنيو د ازادولو غږ کړی دی.
امیرخان متقي ویلي چې افغانستان یو پیاوړی مرکزي حکومت لري، پر ټوله خاوره حاکمیت لري، امنیت یې راوستی دی، له افغان خاورې نړیوالو ته هېڅ راز ګواښ نه جوړېږي، نو له همدې امله نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې افغان حکومت په رسمیت وپېژني او کنګل شوې شتمني آزاده کړي.
د ده په خبره د شتمنیو کنګل کېدل یې د هېواد د اوسني کمزوري اقتصادي وضعیت ستر لامل دی، ځکه سوداګري په ټپه ولاړه ده او له نړیوالو مالي اداراتو سره د افغانستان اړیکې پيکه دي.