خلک سیلاب کښې لاهو شوی او عمران خان او وزیراعلی محمود خان خپلې مزې او چرچې کوي: د عوامي نیشنل ګوند مشر زاهد خان نیوکې

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر زاهد خان وئيلي دي چې عمران خان او د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په خپلو کښې مزے او چرچې کوي او د صوبې خلک په سیلاب کښې لاهو شوي دي.
هغه وويل، په کوهستان کې د پنځو ملګرو د ډوبېدو ويډيو ډېره دردونکې ده، چې څو ساعته يې مرستې ته انتظار وکړو خو اړوند ادارو ددوی هیڅ کومه مرسته و نه کړه.
زاهد خان اوویل چې عمران خان او د خېبرپښتونخوا وزيراعلي مزې کوي او خلک سېلابونو یوړل، عمران خان يوازې د خپلې مشهورتیا لپاره په هيلي کاپټر کې ناست دې او صرف خپل نمایش کوي.
هغه وويل عمران خان ته د هيلي کاپټر ورکولو په بدل کې بايد دغه پينځه وروڼه بچ شوي واى.
د عوامی نیشنل ګوند مشر اوویل او غوښتنه ی وکړه چې د عمران خان او محمود خان په ضد دې مقدمه درج کړل شي.
….
نور خبرونه
د خیبر پښتونخوا په سیلاب ځپلو سیمو کښې وبایی مرضونه خپاره شوی دي






