بادغیس ولایت کې یوې ښځې خپله خورځه وژلې او مېړۀ یې ټپي کړی دی
بادغیس ولایت کې یوې ښځې خپله خورځه وژلې او مېړۀ یې ټپي کړی دی
د بادغيس ولايت امنيتي مسوولين هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي. د دغو چارواکو په وينا، تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي. په بادغیس کې د ا.ا سیمه ییز چارواکی وایی، دغې بوډۍ مېرمنې رواني ستونزه درلوده او دغه مرګونی عمل یې ترسره کړی دی.
(2022 / 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په باغیس ولایت کې امنیتي سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یوې بوډۍ مېرمنې خپله خور په خټه وژلې او خاوند یې ټپي کړی دی.
د بادغيس د ولايتي روغتون د نرسنګ مدير ثناءالله ثابت وويل، چې دا پېښه د جمعې په ورځ د سنبلې په څلورمه د دغه ولايت د مرکز قلعه نو ښار د “باغک” په کلي کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي ثابت زیاته کړه چې یوه ښځه د تبر د سختو ټپونو له امله مړه شوې او یو سړی چې په سر یې جوشې اوبه اچولې وې ټپي شوی او تر درملنې لاندې دی. ويل کيږي چې وژل شوې ميرمن ددغې بوډۍ خور وه او ټپي شوى سړى ددغې ميرمنې خاوند دى.
د بادغيس ولايت امنيتي مسوولين هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي. د دغو چارواکو په وينا، تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
اړوند موضوعات:
په فراه کې یوې ښځې د خپل خاوند پلار وژلی دی
په بادغیس کې د ا.ا سیمه ییز چارواکی وایی، دغې بوډۍ مېرمنې رواني ستونزه درلوده او دغه مرګونی عمل یې ترسره کړی دی.