په فراه کې یوې ښځې د خپل خاوند پلار وژلی دی

0
110

په فراه کې یوې ښځې د خپل خاوند پلار وژلی دی

د خاکسفید ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، نیول شوې ناوې په خپل جرم اعتراف کړی دی. قاتله نجیبه نومیږي. تراوسه ددغې وژنې علت او انګيزه نه ده څرګنده شوې او امنيتي ځواکونو ددغې ميرمنې دوسيه عدلي اوقضايي ارګانونو ته استولې ده.

(2022 / 8 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په محل خان سیمه کې تېره شپه یوې ناوې خپل خسر وژلی دی.

د وژل شوي کس نوم “دین محمد” دی. د خاکسفید ولسوالۍ امنیه قومندان مخلص اغا رسنیو ته  ته وویل، چې له دې پېښې وروسته د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلي او هغه ناوې یې نیولې، چې خپل خسر یې وژلی دی.

Leave a reply