افغان حکومت پر خپله فضاء د بې پیلوټه الوتکو ګرځیدلو ته غبرګون ښودلی.
د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د کابل او ځینو نورو ولایتونو پر فضاء د امریکایي بې پیلوټه الوتکو ګرځیدل تائید او دې ته یې کلک غبرګون وښودلو.
نوموړي زیاته کړه چې دا د دوی پر خاوره او فضاء ښکاره تجاوز او تیری دی، چې باید زر تر زره بند شي او ښکاره د دوحې له تړونه سرغړونه ده.
مجاهد د دې مسئلې د حل په اړه ووېل: د دې په اړه په لوړه کچه بحث روان دی، تر څو دا مسئله حل او فصل شي، امریکانو ته موږ بیا بیا ویلي چې تاسو ته کوم شک او یا هم له دې ځایه کوم خطر موجود وي، له موږ سره یې شریک کړئ، تر څو اطمنان رامنځته کړو.
اړوند موضوعات
ا.ا پر کابل د امریکا هوايي برید پۀ کلکو ټکو غندلی دی
دا پداسې حال کې ده چې موده وړاندې امریکایي بې پیلوټه الوتکې کابل کې برید وکړ او د امریکا ولسمشر باید ادعا وکړه، چې دې برید کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په نښه کړی.