ذ،م: تېره یوه میاشت کې سیلابونو ۱۸۲ تنه مړۀ او ۲۵۰ کسه ټپیان کړي دي 

0
103

ذ،م: تېره یوه میاشت کې سیلابونو ۱۸۲ تنه مړۀ او ۲۵۰ کسه ټپیان کړي دي 

ذبیح الله مجاهد دا هم وايي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سېلابونو د مدیریت پلان د ا.ا کابینې ته وړاندې کړی او په نهايي او عملي کېدو سره به یې د ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

 

(2022 / 8 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (پنجشنبه د سنبلې ۳ مه) په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې په ټول هیواد کې د وروستیو سیلابونو د تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات ورکړل.

د اسلامي امارت ویاند په دغه غونډه کې وویل چې په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۸۲ تنه مړه او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو په پایله کې ۳۱۰۹ د استوګنې کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه ځمکه او ۱۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

نوموړی ټینګار کوي، چې د تدارکاتو په څانګو کې له قربانیانو سره د بېړنیو او بشري مرستو د وېش، خیمو، ترپالونو، کمپلو، د پخلنځي وسایلو، خوراکي توکو، د نغدو پیسو د وېش او د ټپیانو د درملنې لړۍ پیل شوې ده.

د ا.ا ویاند وايي، له مرستندویه بنسټونو او سکتوري وزارتونو یې غوښتنه کړې چې له زیانمنو سره لا زیاتې مرستې وکړي.

اړوند موضوعات: 

د هیواد ګڼو ولایتونو کې زیاتو اورښتونو او سیلابونو، ځاني او مالي تلفات اړولي.

ذبیح الله مجاهد دا هم وايي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سېلابونو د مدیریت پلان د ا.ا کابینې ته وړاندې کړی او په نهايي او عملي کېدو سره به یې د ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

Leave a reply