د ترهګرې ضد عدالت د عمران خان ضمانت منظور کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي ته د ګواښلو په مقدمه کې د پي ټي ائي چيئرمېن عمران خان عبوري ضمانت منظور کړی او پوليس يې د ستمبر تر لومړۍ نېټې پورې د هغه نيولو نه منع کړي دي .
د عمران خان پر ضد د ترهګرۍ ضد قانون لاندې يوې ښځينه ايډيشنل سيشن جج ته د ګواښلو په تور مقدمه درج شوې وه چې پکې يې د اسلام اباد هايي کورټ څخه د ضمانت قبلولو غوښتنه کړې وه.
د پي ټي آئي د چيئرمېن د وړاندې کېدو په موقع د وفاقي جوډيشل کمپلکس په شاوخوا کې د سيکيورټي سخت انتظامات کړي شوي وو، د کمپلکس شاوخوا سړکونه تړل شوي وو او ودانۍ ته د چا د ورننوتلو اجازه نه وه.
د عمران خان ګاډي ته د جوډيشل کمپلکس احاطې ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې چې له امله يې د پي ټي ايي چئیرمین په پیاده د ترهګرۍ ضد عدالت ته رسېدلی دی.
د ترهګرۍ ضد عدالت جج راجه جواد د درخواست اورېدنه وکړه.د عمران خان وکيل بابر اعوان دليل ورکړو چې ايف آئي آر کښې شکايت کوونکې مجسټرېټ دي۔د استغاثې وينا ده چې په وينا کښې دريو کسانو ته ګواښونه شوي، آئي جي اسلام آباد، ايډيشنل آئي جي او يوې زنانه جج ته ګواښونه شوي ، هغه اوویل چې دا درې واړه شکايت کوونکې نه دي او په دې کیس کښې د ترهګرۍ دفعات لګولې شوي دي۔
نور خبرونه