افغانستان کې د انترنیت او مکالماتي بستو په نرخونه کې د پخوا په پرتله زیات کموالی راغلی.
د افغان دولت د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت نن ملت ته د حساب ورکولو په کنفرانس کې ووېل: چې دوی د انترنیتي، مکالماتي او نورو خدمتونو په وړاندې کولو کې زیاتې هڅې کړي، د دوی د هڅو په نتیجه کې د پخوا په پرتله سږ کال د دې وزارت عواید لوړ شوي او تر دا دمه یې د تېر کال په پرتله ۱،۲ میلیارده افغانۍ ډېر عواید راټول کړي، چې تقریبا ۶.۸ میلیارده افغانۍ کیږي.
د دې وزارت ویاند عنایت الکوزي لیکي : چې اوس د انترنیت د بستو په نرخونو کې زیات کموالی راغلی، په تیر کې به د یو جي بي انترنیت بیه ۲۵۰ افغانۍ او اوس ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوی او ټولو اړوند مخابراتي شرکتونو ته امر شوی، همدا راز د مکالماتي بستو په نرخونو کې هم زیات د پام وړ کموالی راغلی.
هغه زیاته کړه: چې د مکالماتي نرخونو په برخه کې د پخوا په پرتله ۳۸ سلنه کموالی راغلی ، مخکیني نرخونه چې له یوې مخابراتي شبکې بلې ته یې ګرځولې ۳،۵ افغانۍ وې چې ۲،۲ افغانیو ته او د یوې شبکې ترمنځ نرخونه یا on net چې پخوا ۲،۵ افغانۍ وې ۱،۸۵ افغانیو ته ټیټې شوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې ۴۵۰ مخابراتي سایټونه د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د سهولت لپاره نصب کړي چې مکالماتي او انټرنټي خدمات به وړاندې کوي
اړوند موضوعات
د ا.ا امارت د امنیت د تامین پۀ موخه مخابراتي شبکې تړلې دي
هغه ووېل: چې په افغانستان کې اوس د غیرمجازي سیم کارتونو په خرڅلاو کلک بندیز او تخلف کوونکو سره به یې قانوني چلند کیږي.