د ا.ا امارت د امنیت د تامین پۀ موخه مخابراتي شبکې تړلې دي
د ا.ا امارت د امنیت د تامین پۀ موخه مخابراتي شبکې تړلې دي
بل خوا بیا ځینې د دغې کړنې تر سره کول د امنیت د تامین لپاره موثر ګڼي او وایي چې یاده کړنه تر ډېره د لسم د محرم د د نمانځونکو د امنیت خوندي ساتلو لپاره موثره تمامېدلی شي.
(2022 / 8 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل کې تر پرلپسې چاودنو او د نا امنیو تر ډیرو وروسته ا.ا کابل ښار کې مخابراتي شبکې تړلي دي.
که څۀ هم ا.ا تر اوسه پۀ تړاو څۀ ندی ویلي؛ خو د کابل یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د تېرې یکشنبې ورځې لۀ سهار راپدېخوا مخابراتي شبکې کار نکوي.
دغې چارې د کابل ښار اوسېدونکي لۀ ګڼو ستونزو سره مخ کړي چې یو شمېر یې د ا.ا دغه چاره خلکو ته د ستونزو جوړولو وسیله ګڼي.
بل خوا بیا ځینې د دغې کړنې تر سره کول د امنیت د تامین لپاره موثر ګڼي او وایي چې یاده کړنه تر ډېره د لسم د محرم د د نمانځونکو د امنیت خوندي ساتلو لپاره موثره تمامېدلی شي.
د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې د عاشورا د ورځې پۀ نمانځونکو سخت بریدونه وشول چې زیات شمېر کسان پۀ کې ووژل شول.