د بښنې نړۍوال سازمان: د ا.ا.ا تېر یو کال د بشر حقوق نقض کړي دي 

0
154

د بښنې نړۍوال سازمان: د ا.ا.ا تېر یو کال د بشر حقوق نقض کړي دي 

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښمن بللي او ویلي یې دي چې ا.ا په تیر کال کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده.

 

(2022 / 8 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښمن بللي او ویلي یې دي چې ا.ا په تیر کال کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د بشري حقونو مهم بنسټونه منحل کړي او د نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه یې ډډه کړې ده. د بښنې نړیوال سازمان له اسلامي امارت غوښتي چې بشري حقونو ته درناوى وکړي او دې ته د پای ټکی کېږدي. د دغه سازمان په راپور کې راغلي: «یو کال وړاندې اسلامي امارت د بشري حقونو د ملاتړ او ودې په برخه کې د خلکو ژمنې ومنلې. په هرصورت، هغه سرعت چې دوی د بشري حقونو 20 کلنې لاسته راوړنې له مینځه وړي د حیرانتیا وړ دي. د بدلون کومه هیله په چټکۍ سره ورکه شوې ده. ځکه اسلامي امارت په پوره مصونیت سره د ظالمانه جبر له لارې واکمني غواړي. له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون منحل شوي مرستیال نعیم نظري له لۀ یوې سیمه ییزې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو له ارزښتونو نه رعایت به د دې لامل شي چې دغه حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي.

هغه د بخښنې د نړیوال سازمان راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت څرګندونکی ګڼي. په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر مدافعانو رسنیو سره په مرکو کې د بښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه وايي چې دا راپورونه به د اسلامي امارت پر فعالیت هېڅ اغېز ونه کړي.

اړوند موضوعات: 

ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د نجونو زده کړو بندښت د بشر حقوقو نقضول ګڼلي دي 

د بشري حقونو مدافعین زیاتوي چې اسلامي امارت دا ډول رپوټونو ته د طنز په سترګه ګوري.

 

Leave a reply