ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د نجونو زده کړو بندښت د بشر حقوقو نقضول ګڼلي دي 

0
74

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د نجونو زده کړو بندښت د بشر حقوقو نقضول ګڼلي دي 

د دۀ په خبره په افغانستان کې له دې برخو ملاتړ به دایمي اقتصادي وده راولي او کورنۍ به په خپلو پښو ودرېږي. ملګرو ملتونو یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې د ښوونځیو دروازې بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

 

(2022 / 4 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وضعیت غبرګون ښوودلی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، د نجونو د ښوونځیو ځنډول د بشري حقونو د نه توجیه وړ نقض او تر پښو لاندې کول دي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې هر وګړی د زده کړو او تعلیم حق لري او دی د افغان حکومت له دې پرېکړې چې د نجونو د ښوونځیو پیلېدل یې ځنډولي خواشینی دی. ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې له ښځینه وو، نجونو او د دوی له زده کړو او کار ملاتړ وکړي.

د دۀ په خبره په افغانستان کې له دې برخو ملاتړ به دایمي اقتصادي وده راولي او کورنۍ به په خپلو پښو ودرېږي. ملګرو ملتونو یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې د ښوونځیو دروازې بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

Leave a reply