هرات؛ د ا.ا لۀ واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره یو شمېر نجونو د ” وېلچر باسکېټبال ” سیالي وکړه

هرات؛ د ا.ا لۀ واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره یو شمېر نجونو د ” وېلچر باسکېټبال ” سیالي وکړه
یو شمېر دغه نجونې چې د پولیو له امله فلج شوي او د هرات د ویلچر د باسکټبال د ملي ټیم غړې دي، رسنیو ته وویل چې د دې سیالیو له ترسره کولو یې موخه د پولیو په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.
(2022 / 8 / 24 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
په هرات کې یو شمېر نجونو د اسلامي امارت له واکمنۍ یو کال وروسته نن د پولیو پر وړاندې د مبارزې په موخه سیالي وکړه.
یو شمېر دغه نجونې چې د پولیو له امله فلج شوي او د هرات د ویلچر د باسکټبال د ملي ټیم غړې دي، رسنیو ته وویل چې د دې سیالیو له ترسره کولو یې موخه د پولیو په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.
د هرات د نجونو د ویلچرباسکیټبال ټیم دوه غړې جمیله احمدي او شهربانو احمدي وايي، د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه د کورنیو بې غوري دوی د ټول عمر د پښیمانۍ لامل ګرځي.
د دوی په وینا، د پولیو درملنه نشته او کورنۍ باید د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر پنځه کلنۍ پورې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان روباټیک ټیم لس ښځینه غړي قطر ته د زده کړو لپاره لاړل
جميلې او شهربانو د اسلامي امارت له مسوولينو او همدارنګه د ملي او نړيوالو ادارو له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، چې دوی ته د ښو زده کړو او تفريحي اسانتياو برابرولو زمينه برابره کړي.






