د افغانستان روباټیک ټیم لس ښځینه غړي قطر ته د زده کړو لپاره لاړل

0
155

فرشته وايي، دا او نورې ملګرې یې خوشحاله دي چې  په دغو سختو شرایطو کې یې له افغانستان نه بهر د زده کړو لپاره چانس ترلاسه کړی.
هغه زیاتوي: “زیاته هڅه به وکړم څو له دې فرصت نه استفاده وکړم او د افغانستان لپاره ویاړ راوړم.”
دغو نجونو چې تازه د قطر پوهنتونو ته لاره پیدا کړې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه دي.

(2022 / 8 / 20  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم لس غړي تازه له کابله قطر ته د زده کړو لپاره لاړل.
فرشته بهادر هغه نجلۍ چې تازه د افغانستان د روباټیک ټیم د غړیتوب ترڅنګ قطر هېواد ته رسېدلې.
فرشته او ۹ نورې همکارانې یې تازه د لوړو زدکړو لپاره د قطر هېواد بورسیې ترلاسه کړي.

Leave a reply