پاکستان تحریک انصاف د فارن فنډنګ کیس کښې د ځواب جمع کولو لپاره دوه اونۍ نیټه غوښتې ده
باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د متع فنډنګ کيس کښې د نوټس ځواب ورکولو لپاره دوه هفتې وخت غوښتې دې۔
د چيف اليکشن کمشنر په مشرۍ کې څلور کسيز بينچ د عمران خان د بهرنۍ فنډنګ کيس کې د نوټس اورېدنه وکړه.
د پي ټي آئي وکيل شاه خاور د مصروفي له وجي حاضر نه شو، د پي ټي آئي معاون وکيل نويد انجم په کميشن کښې حاضر شو او ويې ويل چې په دې مقدمه کښې ډېر اسناد شته، د هغوي جمع کول پکار دي، نوټس ته د جواب لپاره څه وخت پکار دي، دوې اجازت راکړي. د هراړخیز ځواب لپاره اونۍ.
چيف اليکشن کمشنر د پي ټي آئي وکيل ته اوويل چې تاسو د ټول عمل برخه يئ، تاسو سره پخوا هم اسناد شته نو له کوم ځايه يې راټولوئ.
د پي ټي آئي معاون وکيل وويل مونږ دبهرنيو هیواد څخه اسناد راټولوو.
اليکشن کميشن پي ټي آئي ته د دوه هفتو مهلت ورکولو سره د مقدمې اوريدنه تر شپږم ستمبر پورې ځنډولې ده۔
نور خبرونه
د دنیب نوي ټاکل شوي مشر هم د افسرانو اثاثې ښکاره کولو څخه انکار کړې دې