د دنیب نوي ټاکل شوي مشر هم د افسرانو اثاثې ښکاره کولو څخه انکار کړې دې

0
154

باغی ټي وي رپورټ
د قامي احتساب بیورو (نیب) چیئرمېن آفتاب سلطان هم د نیب افسرانو اثاثې ښکاره کولو نه انکار کړی دی.

د پارليمان د پبلک اکاؤنټس کميټۍ غونډه د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ کښې شوې چې پکښې د نيب نوي چيئرمين آفتاب سلطان هم ګډون اوکړو۔

بلخوا د کميټۍ چيئرمېن وويل د نېب لخوا د آئين ډېره خلاف ورزی ده، مونږ چې له نېب څخه څه غوښتنه کوو هغه عدالت ته ځي، د نيب په شان اداره کښې حالات ډېر خراب دي.
ده ووئيل د نيب افسرانو د ایسټ ډکلریریشن تفصيلات غوښتل شوي وو.

په دې اړه چيئرمېن ووئيل چې د افسرانو د اثاثو اعلان تفصيل تر 30 دسمبر پورې وړاندې كولې شي، اسټيبلشمنټ ډويژن د اثاثو اعلان محفوظ ساتي۔

ده زیاته کړه چې د نیب قوانینو کې ترمیم روان دی، د نویو قوانینو له مخې به د نیب افسرانو اثاثې هم اعلان شي، د قانون له مخې ټول افسران د اثاثو تفصیلات اسټیبلشمینټ ډویژن ته جمع کوي او زه له ۴۱ کلونو راهیسې د پولیسو د څانګې د خدمتونو برخه پاتې یم.

افتاب سلطان وويل چې د اثاثو د اعلان په اړه هم همدغه طريقه روانه ده، اثاثې يواځې په انکوائري يا د عدالت په حکم پرانستل کېږي. بلخوا د پي اے سي چيئرمېن او چيئرمېن نېب ترمېنځه د سختو سزاګانو تبادله شوې او د نېب نوي چيئرمېن هم د نېب افسرانو اثاثې څرګندولو نه ډډه وكړه۔ افتاب سلطان وویل چې هیڅ څوک د اساسي قانون او قانون څخه مستثنی نه دی، زما دریځ دا دی چې زه د اثاثو تفصیلات نه شم ورکولای.
………………….
نور خبرونه

مردان کښې پولیسو په ټک ټاک مشهوره میرمن پری خان نیولې ده

اوګرا د پاکستان سینیټ کمیټۍ ته د تیلو د نرخونو کمولو او زیاتولو په اړه ددوی د پوښتنو ځوابونه ورکړي دی

Leave a reply