د کابل–کندهار لویه لاره د راوتلو سېلابونو لۀ امبه د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده 

0
194

د کابل–کندهار لویه لاره د راوتلو سېلابونو لۀ امبه د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده 

خو د غزني ولايت د اوبو رياست هم د دغه ښار په سوېل ختيځ کې په سيزانخان کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړى او خلکو ته يې خبردارى ورکړى چې له سيندونو دې لېرې پاتې شي. چارواکو د کابل-کندهار د لویې لارې له ټولو مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دې پر دې لار له تګ راتګ ډډه وکړي.

 

(2022 / 8 /  23  نېټه باغي ټلویزیون )،

بشپړ راپور 

د ا.ا حکومتي چارواکي وايي، د غزني ولایت په څو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله د کابل-کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې د دوشنبې په شپه د ا.ا د حکومت د فواید عامې وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې دغه لویه لاره د ښار په مرکز او د بلخ د دروازې په سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، په سېلاب کې سلګونه مسافر بند پاتې دي. ويل کيږي چې د غزني ښار او د هغې ولسوالۍ پرون له غرمې وروسته د سختو بارانونو شاهدې وې چې له امله يې سخت سيلابونه راوتلي دي.

اړوند موضوعات: 

زابل کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۵ تنه مړه شوي

خو د غزني ولايت د اوبو رياست هم د دغه ښار په سوېل ختيځ کې په سيزانخان کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړى او خلکو ته يې خبردارى ورکړى چې له سيندونو دې لېرې پاتې شي. چارواکو د کابل-کندهار د لویې لارې له ټولو مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دې پر دې لار له تګ راتګ ډډه وکړي

Leave a reply