زابل کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۵ تنه مړه شوي

0
47

په زابل ولايت کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۵ تنه مړه او ۴ تنه ټپيان شوي دي.

دغه سېلابونه تېره ورځ (شنبه، د زمري ۸مه) د زابل مرکز کلات او ارغنداب، دای چوپان، سيوری او خاک افغان ولسواليو کې راوتلي دي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې ۲۵۰ کورونه هم نړولي دي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانانو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت تېره ورځ وويل چې يوازې تېره مياشت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۱۲۰ مړه او ۱۵۲ تنه ټپيان شوي دي.

Leave a reply