اسلام آباد هایی کورټ د عمران خان ضمانت منظور کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف مشر عمران خان د درې ورځو لپاره د راهدارۍ ضمانت منظور شوی دی.
د اسلام آباد هائي کورټ د قائم مقام چيف جسټس جسټس عامر فاروق په مشرۍ کښې ډويژن بنچ د عمران خان د ضمانت درخواست اورېدنه وکړه۔
د عمران خان وکيل بابر اعوان وويل مونږ به د ترهګرۍ ضد عدالت ته رجوع وکړو په کومه به چې جسټس محسن اختر کياني ريمارکس ورکړو چې دا درخواست تر اوسه نه دى اوريدل شوى او په دې اعتراض شته.
بابر اعوان وويل چې کور يې پوليسو محاصره کړى دى، دلته څنګه راتلى شي؟
د اسلام اباد هائي کورټ د اګست تر ۲۵مې پورې د عمران خان ضمانت منظور کړی او هغه ته يې امر کړی چې د ترهګرۍ ضد عدالت ته مراجعه وکړي.
تر دې وړاندې د اسلام اباد هائي کورټ د رجسټرار دفتر لخوا د عمران خان د ګرفتارۍ نه وړاندې د ضمانت درخواست باندې درې اعتراضونه پورته شوي وو.
د رجسټرار دفتر سرچينې وائي چې عمران خان بايومټريک نه دې کړے او اعتراضونه شوي دي چې د ترهه ګرۍ ضد عدالت ته د تللو نه پس هائي کورټ ته څنګه راغلے شو؟
دسرچينو ترمخه درجسټرار دفتر لخوا دا اعتراض هم راپورته شوى چې دترهه گرۍ مقدمې تصديق شوې کاپي نۀ ده ورکړل شوې.
وروستو د عمران خان د ضمانت اعتراضونو سره د درخواست اورېدنه نن لپاره ټاکلې شوې ده.
ياده دې وي چې د پي ټي آئي قانوني ټيم د ترهه ګرۍ په مقدمه کښې د عمران خان د ګرفتارۍ نه وړاندې ضمانت لپاره اسلام آباد هائي کورټ ته رجوع کړې وه۔
خبرونه
وزیراعظم شهباز شریف په سندهه او بلوچستان کښې د سیلاب صورت حال په اړه مهمه غونډه رابللې ده