وزیراعظم شهباز شریف په سندهه او بلوچستان کښې د سیلاب صورت حال په اړه مهمه غونډه رابللې ده
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په ملک کښې په خاصه توګه سندهه او بلوچستان کښې د سيلاب صورتحال په اړه غونډه رابللې ده۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې به د سېلاب ځپلو د ژغورنې، امداد او بحالۍ د اقداماتو جاج اخستلې شي او وزيراعظم ته به سېلاب ځپلو ته د نغدو پيسو او معاوضې په اړه بريفنګ وركړې شي۔
د نن ورځې په غونډه كښې به وزيراعظم ته د هيلي كاپټرو په ذريعه د امدادي كاروائيو په اړه بريفنګ وركړې شي او د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام لاندې به د 25,000 روپو فوري امداد وركولو عمل جاج اخستلې شي۔
تيره ورځ وزيراعظم د سندهه سېلاب ځپلو سره سمدستي د نغدو پيسو د وېش امر کړی وو په داسې حال کې چې شهباز شريف تيره ورځ د فوځ مشر او د اين ډي ايم اے مشر سره ټيلي فوني خبرې هم کړي وې چې پکې دوي په سندهه کې د امدادي کارروائيو په اړه خبرې اترې کړي وې.
تیره ورځ وزيراعظم شهباز شریف په سندهه صوبه کښې د مواصلاتي سړکونو او پلونو تباهۍ له وجې د هيلي کاپټرو رسولو لارښوونه هم کړې وه چې د سیلاب ځپلو سره مرستو وکړي او په دې سخت وخت کښې ی په کار راشي.
نور خبرونه
شهباز ګل د روغتون څخه فارغ شوې، ډاکټران وایی د هغه صحت ښه دې او څه ستونزه نه لري