نن حکمرانانو پاکستانۍ اولس یو خیرات خور قوم جوړ کړې دې: سیراج الحق

0
206

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق د پي ډي ایم سره سره په په پي ټي آئي هم سختي نيوکي کړي دي۔

خپل يو بيان كښې سراج الحق ووئيل د پاكستان ډيموكرېټك موومېنټ (پي ډي اېم) او پي ټي آئي د سېلاب ځپلو كسانو له غمه بې پرواه دي۔

ده ووئيل پي ډي اېم او پي ټي آئي په مکمله توګه ناکامه شوي دي، عوام د دواړو مخونه ليدلې دي، نن زمونږ ټول قوم د حکمرانانو لخوا خيرات خور قوم جوړ شوې دې۔

بل اړخ ته د جماعت اسلامي د اطلاعاتو سيکرټري قيصر شريف وئيلي دي چي د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د تونسه سيلاب ځپلو سيمو ته رسيدلي چرته به چي دري ورځو پوري د سيلاب ځپلو ضلعو دوره کوي۔
د قیصر شریف په وینا هغه به نن په ناړي، واهوا، فاضل پور سیمو کښې د امدادي کیمپونو دوره کوي او عامو خلکو ته به وینا هم کوي، په دې ترڅ کې سراج الحق به په ډي جي خان، راجن پور، مظفرګړهه کې د امدادي کارونو جائزه اخلي.قیصر شریف وویل د جماعت اسلامي او الخدمت رضاکاران په لویه کچه امدادي کارونه کوي.

هغه زياته کړه، جماعت اسلامي به سېلاب ځپلو ته يوازې نه پرېږدي، د حکومت د بې کفايتۍ او غفلت له امله په لکونو خلک لوږې سر مخ شوي دي.
سیراج الحق اوویل چې سياسي مشران بايد د خپلو شخصي ګټو لپاره د جګړې پر ځاى په مصيبت ځپلو سيمو کښې د خلقو خدمت اوکړي او دوی لپاره اسانتیاوې پیدا کړي.
نور خبرونه

د عمران خان د نیولو ګنګوسي روان دي، اسلام آباد کښې په بني ګاله کښې عمران خان نشته، سرچینې

Leave a reply