آیی ایم سره معاهده، حکومت مهمه پریکړه کړې چې د پارلیماني غړیو او د بیوروکریټس د اثاثو معلومات په اړه عام اولس ته لاس رسې ورکړي

باغی ټي وي رپورټ
حکومت پریکړه کړې چې د پارلیماني غړیو او د ملکي بیوروکراسي د شتمنیو د جزیاتو په اړه خلکو ته لاس رسی ورکړي.
په دې لړ كښې د پاكستان او آئي اېم اېف ترمېنځه د لېټر آف انټينټ (LOI) معاهده شوې ده چې له مخې به ئې د پارليماني غړو او بيوروكرېسي د اثاثو تفصيل عام اولس ته وركولې شي۔
د ایل او آی له مخې د بیوروکراسي د بهر ملکونو د اثاثو تفصیلات به هم وړاندې کیږي، د شفافیت او احتساب لپاره به د الیکټرانیک اثاثو اعلان سیسټم رامینځته کیږي او په بهر کې د بیوروکراسي منقول او غیر منقول اثاثې به هم عامه شي.
د ایل او آئی له مخې د 17 نه تر 22 جماعت پورې د ملازمینو د ښځو او ماشومانو د اثاثو تفصیلات به هم په ډاګه شي.
سرچينې زياته کړې، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به د ولسي جرګې د وکيلانو د اثاثو اعلان ته د هېوادوالو لاس رسى پيدا شي او د هغو بيوروکراټانو پر ضد به اقدام کېږي، چې په بهر کې پټې شتمنۍ لري.
نور خبرونه
عمران خان د یو دښمن څخه هم زیات دې هیواد ته زیان رسولې دې: احسن اقبال