د سندهه اسمبلۍ یو غړي د خپلې څوکۍ څخه استعفی ورکړې ده

0
91

باغی ټي وي رپورټ
د سندهه د کار او افرادي قوت وزارت وزیر سعید غني له خپلې دندې استعفی کړې ده.

دسرچينو ترمخه سعيد غني خپله استعفی د سندهه وزيراعلي مراد علي شاه ته د منظورۍ لپاره لېږلې ده.
سرچینه وايي، سعید غني غوښتل چې د سیمه ییزو حکومتونو د ټاکنو په کمپاین کې برخه واخلي، نو له خپلې دندې یې استعفا کړې ده.

ياده دې وي چې سعيد غني تر دې وړاندې د کار او افرادي قوت وزارت هم او د سندهه تعليم د وزير او د بلدیاتي حکومت د وزير په توګه هم پاتې شوى دى.
دا خبره مهمه ده چې سپريم کورټ په سندهه کې د بلدياتي انتخاباتو د دوهم پړاؤ په اړه د ايم کيو ايم د درخواست اورولو په مهال امر کړی دی چې انتخابات دې د اګست په ۲۸مه وشي.

په سندهه کې د بلدياتي انتخاباتو د دوهم پړاؤ لپاره د رایی ورکولو د حدبندۍ په ضد د درخواستونو اورېدنه د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ کې په سپريم کورټ کې وشوه او پریکړه وشوه چې ټاکنو په په ۲۸ اګست ترسره شي.

نور خبرونه

وفاقي تحقیقاتي اداره ، ایف ایی اې د ټاکنو کمیشن د راپور پرته هم د فارن فنډنګ کیس په اړه کاروایی کولې شي: اسلام آباد های کورټ

Leave a reply