د آیی ایم ایف شرط له امله په لګژري څیزونه بندیزلرې کړې شوې دې : د خزانې قومی وزیر

0
138

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د آئي اېم اېف د شرط له وجې په لوکس سامانونو لګولې شوې بنديز لرې کړے شوے دے۔

اسلام اباد کې دخبرو په مهال دخزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې ائي ايم ايف مونږ څخه په وارداتو بنديز لرې کول غواړي، آئي ايم ايف غواړي چې دبورډ ميټنگ څخه وړاندې دغه بنديز لرې کړو، دائي ايم ايف ټول شرطونه پوره شوي دي. هو، د اګست په 29 به د IMF لخوا د بورډ غونډه وي، د خدای شکر دی چې زموږ پالیسي مؤثره ثابته شوې.
مفتاح اسمعیل وویل چې دوی د آی ایم ایف په شرط د لگژري څیزونو بندیز لرې کوي خو د لگژري وارداتي څیزونو درې چنده ریگولیټري ډیوټي به ولګوي او په غټو ګاړو به هم مالیه زیاته ولګوي.
غه وويل په وارداتو به درې چنده يا له ٤٠٠ څخه تر ٦٠٠ فيصده ډيوټي لگول کيږي، د مرسيډيز په شمول په لويو ګاډو به زياته ډيوټي ولگول شي، ګمرکي محصول، ريگوليټري ډيوټي او سيلز ټيکس به ولګول شي، په مکمله ختم شوي وارداتي ګاډو، موبائيل فونونو به اضافي ډيوټي ولګول شي. د پرسونو، بوټانو په شمول د نورو لګژري سامانونو په واردولو به اضافي ټیکس و لګول شي.

نور خبرونه

پیښور ، بي آر ټي بس سروس کښې په ملیاردونو روپو د کرپشن او ابې ضابطګیو انکشاف شوې دې

هند؛ پر یوې مسلمانې د جنسي تېري کوونکي خوشې شوي دي 

تاکنون 26 نفر بر اثر آتش سوزی در جنگل های الجزایر جان خود را از دست داده اند

Leave a reply