پیښور ، بي آر ټي بس سروس کښې په ملیاردونو روپو د کرپشن او ابې ضابطګیو انکشاف شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا حکومت د ميګا پروجيکټ بي آر ټي پيښور آډټ رپورټ کښې د اربونو روپو بې ضابطګۍ څرګنده شوې ده.
په منصوبه كښې 47 اربه روپۍ د قانون د څانګې له منظورۍ پرته لګولې شوې ولې د 21.13 ملينه روپو په غير قانوني توګه قراردادي ته وركړې شوې کنسلټينسي چارجز هم نه دي ترلاسه شوي۔
د آډټ رپورټ ترمخه 47 اربه روپو نه زيات د قانون د څانګې منظورۍ نه بغير لګولې شوي او 92.3 ملينه روپۍ مشاور ته د موبلائزيشن ایڈوانس په مد كښې وركړې شوې۔
دغه راز د کنټريکټر په ضد ادا کړې شوي 21 کروړه 13 لاکه روپۍ کنسلټينسي چارجز هم وصول نه کړل شو.
رپورټ ترمخه د بي آر ټي کار بندولو باوجود د پټرول په نوم د 36 لاکه روپو شکمنې پيسې شوې دې، د بي آر ټي لپاره دابګري باغ سره نزدې د 24 لاکه روپو په ارزښت 122 قیمتي ونې پرې کړل شوې چې په 4 لاکه 20 زره روپو خرڅې شوې.