امریکا افغانستان کې د خپلې ماتې لامل په ګوته کړ

دی زیاتوي چې د بیا رغونې له کارونو سره اداري فساد نور هم پراخ شو، افغان چارواکي مفسد و، بیا رغنیزې چارې نمایشي او له فساد ډکې وې، چې زرګونه خلک یې د حکومت پر ضد د وسلو اخیستو ته مجبوره کړل.
کراکر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ پخپله امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د میلیارد ډالري اداري فساد لامل او ترسره کوونکي وو.
(2022 / 8 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر راین کراکر سیګار ته ویلي چې افغانستان کې د امریکا د ماتې لامل وسله والې ډلې نه بلکې پراخ اداري فساد و.
د کراکر په خبره په افغانستان کې اداري فساد خورا سیستماتیک او پراخ و او له منځه وړل یې آسانه خبره نه وه. کراکر وایي همدې اداري فساد نړیواله ټولنه په افغانستان کې له ماتې سره مخ کړه.
دی زیاتوي چې د بیا رغونې له کارونو سره اداري فساد نور هم پراخ شو، افغان چارواکي مفسد و، بیا رغنیزې چارې نمایشي او له فساد ډکې وې، چې زرګونه خلک یې د حکومت پر ضد د وسلو اخیستو ته مجبوره کړل.
اړوند موضوعات:
د امریکا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر وايي چې امریکا باید د افغانستان پۀ اړه چوپتیا نوره ماته کړي