د امریکا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر وايي چې امریکا باید د افغانستان پۀ اړه چوپتیا نوره ماته کړي 

0
192

د امریکا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر وايي چې امریکا باید د افغانستان پۀ اړه چوپتیا نوره ماته کړي 

هغه زیاته کړې چې امریکایان د وضاحت غوښتونکي دي نو بايډن دې د وېرې له پردو راووځي او امریکايي ولس ته دې د خپلو تېروتنو په اړه وضاحت ورکړي، تر دې وړاندې د ټرمپ د حکومت ګڼو نورو چارواکو هم بايډن په بې کفایتۍ، بې پروایۍ او ناکامۍ تورن کړی دی.

(2021 / 10 / 26  نېټه باغي ټلویویزیون)

بشپړ راپور

د افغانانو پر وړاندې د امریکایي حکومت چوپتیا د زغم وړ نه ده، د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو چې د دوحې په مذاکراتو کې یې پراخ رول درلود وایي د امریکا اوسنی حکومت په افغانستان کې پر روان وضعیت او له دغه هېواد د مستحقو کسانو د ایستلو او د دوی د ځای پر ځای کولو په برخه کې پټه خوله دی.

اړوند موضوعات: 

پمپیو: امریکا به افغانستان کې د بایډن د ناسم مدیریت له امله ستره بیه پرې کړي

پمپیو هم د نورو پخوانیو امریکایي چارواکو په څېر د بایډن حکومت په بې کفایتۍ تورن کړی دی او وايي بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د افغانستان د وضعیت پر وړاندې مسوول دی او باید خپل غږ اوچت کړي.

Leave a reply