امریکايي سناتور: د بایډن بېکیفایتۍ افغانستان لۀ سترې فاجعې سره مخ کړ 

0
200

امریکايي سناتور: د بایډن بېکیفایتۍ افغانستان لۀ سترې فاجعې سره مخ کړ 

ګراهام وایي بايډن د سرتېرو وتل مدیریت نه شوی کړی، خپل متحدین یې و نه شوی ایستلی، لا هم لسګونه امریکایان په افغانستان کې دي او ددې هرې بدې پېښې پړه د بایډن پر بې کفایتۍ ده.

ګراهام وايي اوس ددې وخت دی چې تر هر څه وړاندې له افغانستان سره پر بشري مرستو تمرکز وشي او په دغه هېواد کې د خلکو ژوند له لوږې او سختۍ وژغورل شي.

(2021 / 10 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغانستان کې د نړۍ په کچه ستره فاجعه رامنځ ته کېدلی شي. امریکايي مخکښ سناتور لیندسي ګراهام په یوه مرکه کې ویلي په افغانستان کې د وضعیت د ناسم مدیریت له امله بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی او که بې پروايي وشي په دغه هېواد کې به په اوس وخت کې د نړۍ په کچه تر ټولو ستره فاجعه رامنځ ته شي.

اړوند موضوعات:

د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز به د امریکا سنا مجلس ته د افغانستان په اړه ځواب ووایي

نوموړي د افغانستان د وضعیت او سولې مذاکراتو په تړاو بايډن د امریکا تر ټولو بې کفایته ولسمشر بللی دی او زیاته کړې یې ده چې په خپل عمر کې یې په امریکا کې دومره بې کفایته ولسمشر نه دی تېر شوی.

Leave a reply