م،م: د روان کال پۀ لومړیو میاشتو کې شا و خوا ۷۰۰ زره افغانان لۀ خپلو مېنو بېځایه شوي دي
م،م: د روان کال پۀ لومړیو میاشتو کې شا و خوا ۷۰۰ زره افغانان لۀ خپلو مېنو بېځایه شوي دي
یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې دغه شمېر بې ځایه شوي خلک اوس بېرته د دې توان نه لري چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.
راپور کې راغلي، دا شمېر کسان د جنورۍ او سېپټمبر د میاشتو ترمنځ بې ځایه شوي او ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
(2021 / 10 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۷۰۰ زره کسان له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوي دي.
یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې دغه شمېر بې ځایه شوي خلک اوس بېرته د دې توان نه لري چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.
راپور کې راغلي، دا شمېر کسان د جنورۍ او سېپټمبر د میاشتو ترمنځ بې ځایه شوي او ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
اړوند موضوعات:
له افغانستان نه د غیر قانوني کډوالۍ مخه باید ونیول شي
ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د سختې لوږې د راتلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، په را روان ژمي کې به نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو د کموالي له جدي خطر سره مخامخ شي.
د سیمې هېوادونو په ګډون طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.
که څه هم نړیوالې ټولنې له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی خو ویلي یې دي، چې دغه مرستې به طالبانو ته ور نه کړي.