افتاب احمد خان شیرپاو چې د اتحادي حکومت برخه ده، د پیټرولو نرخ په زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د وفاقي حکومت بل متحد او د پاکستان د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو د پټروليم مصنوعاتو د بيو په لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
افتاب شېرپاو اندېښنه وښوده او ويې ويل چې په نړيوال بازار کې د تېلو بيې ټيټې دي، په پاکستان کې د پټروليم مصنوعاتو د بيو د لوړېدو لامل څه دى؟ ده ووئيل حكومت د پټروليم مصنوعاتو نرخونو كښې زياتوالي په اړه پي ډي ايم ته په اعتماد كښې نه ده اخستې۔ افتاب شېرپاو وړانديز وکړ چې حکومت دې د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو د زياتولو په وروستۍ پرېکړه له سره غور وکړي.
په رسنیو کښې د نشر شوو بیانونو له مخې پخواني صدر اصف زرداري او د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز هم د پټرولو د نرخونو په زياتولو د حکومت په فيصله خواشيني څرګنده کړې ده.
داسې راپورونه هم نشر شوي وو چې پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف هم د پیټرولو نرخ د زیاتیدو په پریکړه خوشحاله نه وو او نه ی غوښتل چې په پاکستان اولس نور بوج واچوي.
دا خبره د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې اتحادي حکومت د پیټرولو نرخ زیات کړې په داسې وخت کښې چې په نړیوال بازار کښې د خام تیلو نرخ کم شوې هم دې.
نور خبرونه
جنوبي وزیرستان کښې بارانونو او سیلابونو له امله تباهي شوې، دوه ماشومان هم مړه شوي