جنوبي وزیرستان کښې بارانونو او سیلابونو له امله تباهي شوې، دوه ماشومان هم مړه شوي

0
90

باغي ټي وي رپورټ

د جنوبي وزیرستان په بیلا بیلو سیمو کې سختو بارانونو او سیلابونو تباه کړې ده. د اسپانیا په تنای کې د سیلاب اوبه په ډیرو ځایونو کې کورونو ته ننوتلي، دوکانونه نړیدلي او ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.
د برمل تحصیل په غورما سیمه کې د دیوال د نړېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي. د باران او سېلابونو له وجې په متاثره سيمو کښې د بجلۍ سپلائي بنده شوې ده او په زياتو ځايونو کښې مواصلاتي نظام ګډوډ شوى دى.

په سېلاب کې د مواصلاتي پلونو د نړېدو له امله د زياتو سيمو ځمکنۍ لارې پرې شوې، چې له امله يې ځايي خلک په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې د بازار ذخه خیلو په سیمه کښې د د کور کوټه سختو بارانونو له امله اوغورځیدل او دوه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړو.
نور خبرونه

ایف ایی اې یو تورن تن نیولې دې چې د وزارت داخله جعلي ویب پانړه ی جوړه کړې وه

خلیلزاد: که غني تېښته نۀ وای کړې؛ د قدرت وېش شونی ؤ 

Leave a reply