خلیلزاد: که غني تېښته نۀ وای کړې؛ د قدرت وېش شونی ؤ
خلیلزاد: که غني تېښته نۀ وای کړې؛ د قدرت وېش شونی ؤ
د امریکا پخواني استازي هم په دې مرکه کې اشرف غني متعصب او بدبخت بللی دی. نوموړي دا هم ویلي، چې کابل ته له ننوتو مخکې له ط البانو سره سیاسي هوکړې ته د رسېدو له امله خواشینی دی.
(2022 / 8 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له «Axios» رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که پخوانی ولسمشر اشرف غني له افغانستانه نه وای وتلی، له ط البانو سره به د واک د شریکولو هیله پیدا شوې وه.
له دې رسنۍ سره په مرکه کې ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې پورې د واک وېش ته هیله مندي وه، او ط البانو ژمنه کړې وه چې کابل ته به نه ننوځي او د حامد کرزي په ګډون به له یو شمېر سیاستوالو سره وګوري.
هغه وايي چې واک د لويې جرګې له لارې په سوله ييز ډول لېږدول کېدۀ.
دا په داسې حال کې ده، چې اشرف غني له بېلابېلو رسنیو سره په مرکو کې له افغانستان څخه یو کال مخکې د وتلو لسګونه عذرونه وړاندې کړي دي.
له تېښتې وروسته ښاغلي غني وویل چې حتی’ دومره وخت یې هم نه درلود چې خپل بوټونه پر پښو کړي.
او که په افغانستان کې پاتې شوی وای نو د ط البانو له خوا به وژل شوی وای. همدارنګه ښاغلي غني خلیلزاد د ط البانو لاس ته د افغانستان د سقوط اصلي عامل او عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست د ټینګښت په وړاندې خنډ بللی دی.
اړوند موضوعات:
اشرف غني: CIA پر اوکراین د برید پۀ اړه خبرداری ورکړی ؤ؛ خو د ط البانو د راتګ یې نۀ ؤ ویلي
د امریکا پخواني استازي هم په دې مرکه کې اشرف غني متعصب او بدبخت بللی دی. نوموړي دا هم ویلي، چې کابل ته له ننوتو مخکې له ط البانو سره سیاسي هوکړې ته د رسېدو له امله خواشینی دی.