اشرف غني: CIA پر اوکراین د برید پۀ اړه خبرداری ورکړی ؤ؛ خو د ط البانو د راتګ یې نۀ ؤ ویلي
اشرف غني: CIA پر اوکراین د برید پۀ اړه خبرداری ورکړی ؤ؛ خو د ط البانو د راتګ یې نۀ ؤ ویلي
د جمهوریت له سقوط او له افغانستانه د اشرف غني تر وتلو شاوخوا پنځه میاشتې وروسته روسیې پر اوکراین برید وکړ. یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې د برید په وړاندې ولاړ دی او خپلو خلکو ته ژمن دی. که څه هم د اوکراین دفاع د لویدیځو هیوادونو د تجهیزاتو له خوا کیږي.
(2022 / 8 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني احمدزی چې یو کال مخکې د اسد په ۲۴مه له هېواده ووت او کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، وايي: «سي آی اې په اوکراین کې خبرداری ورکړی چې روسیه به پرې برید وکړي. خو امریکایانو راته ونه ویل چې ط البان راځي.»
ښاغلي غني دغه څرګندونې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او خپل ځان د پرتله کولو په اړه د CNN د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
په همدې حال کې ځینې بیا پر اشرف غني تور پورې کوي چې له ط البانو وتښتېدۀ او لۀ شته امکاناتو یې د مقاومت لپاره ګټه پورته نکړه.
اړوند موضوعات:
ډاکټر عبدالله وايي چې د واک انحصار او د غني تېښته د نظام د ړنګېدو سبب شوه