نواز شریف دې راشي او خپل رور شهباز شریف دې د وزیراعظم څوکۍ څخه لرې کړي:د شیرین مزاري غوښتنه
باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي ائي مشرې شيرين مزاري له نوازشريف څخه وغوښتل چې وطن ته راشي او خپل ورور له وزیراعظم څوکۍ څخه لرې کړي.
اسلام اباد کې دخبرو اترو په مهال شيرين مزاري وويل اليکشن کميشن مونږ ته نوټس نۀ دى راکړى، باني، اليکشن کميشن فکر کوي چې خلک به حقيقتونه هير کړي.
هغې ووئيل سترې محكمې اليكشن كمېشن ته د ټولو سياسي ګوندونو د فنډونو د پلټنې كولو امر كړے وو، څرګنده شوه چې اليكشن كمېشن جانبداره ده، چيف اليكشن كمشنر د قانون له دائرې بهر فيصلې كوي او هغه په سیاسي ایجنډا کار کوي.
شيرين مزاري وويل چې ايف آئي اے پي ټي ائي ټول ريکارډ په کوم اختيار کې غوښتى دى؟ FIA د کوم منع شوي فنډنګ پلټنه نشي کولی او دا د FIA په اختیار کې نه دی، دا د قانون خلاف دی.
د شهباز ګل په اړه پخواني وزير وويل چې که شهباز ګل خپل بيان په لینډ لائن ورکړی وي نو د ټيلي فون پکار دې ولې؟ که شهبازګل له قانون څخه سرغړونه کړې وي، د هغه پر ضد مقدمه درج کړئ، تاسو نشئ کولی چې یو کس د هغه په نیولو او په نامعلوم ځای کې ساتلو سره شکنجه کړئ.
شيرين مزاري د پټروليم مصنوعاتو د بيو د زياتوالي غندنه وکړه او ويې ويل چې نواز شريف دې کور ته راشي او ورور دې د وزیراعظم څوکۍ څخه لرې کړي.
نور خبرونه
د پاکستان سپریم کورټ یو جج په اینټي نارکوټکس فورس سختې نیوکې کړي دي