د پاکستان سپریم کورټ یو جج په اینټي نارکوټکس فورس سختې نیوکې کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د سترې محکمې مشر قاضي فائز عیسی د یوې مقدمې د اورېدنې په مهال د اې این ایف (اینټي نارکوټیکس فورس) په اړه خپله غصه څرګنده کړه.
سپريم کورټ کې دجسټس قاضي فائزې په مشرۍ کې دوه کسيز بينچ د چرس سمګلنګ کيس اوريدنه وکړه چې پکې عدالت د چرس سمګلنګ کيس کې د تورن عدنان خان ضمانت منظور کړو.
د عدنان خان وکيل عظمت علي شاه په خپل دلائل کې وويل چې تورن يواځې په بايسکل سپور وو او هغه د هغې مالک نه وو، هغه اوویل چې بايسکل مالک بایسکل پخپله چلاول.
د اوريدنې په مهال جسټس قاضي فائز پوښتنه وکړه چې ايا اے اين ايف ته د بايسکلونو د اخيستلو په اړه څه معلومات دي؟ د دې په ځواب کې، د ANF څارنوال وویل چې د نمبر پلیټ پرته بایک لیدلو وروسته یې ودرول شو او چرس ی ترلاسه کړل.
معزز جج وويل د نمبر پلېټونو نه بغير د ګاډو ودرول د پوليس کار دے نه د اے اين ايف کار، په ښار کښې به په زرګونو ګاډي بې نمبر پلېټ وي نو اے اين ايف به ټول تلاشي کوي؟ ایا د بایک سیټ لاندې 3 کیلو ګرامه چرس کیدی شي؟ سپریم کورټ اې این ایف ته قانون نه ور زده کوي ، دا خلک باید لږ تر لږه خپل قانون هم ولولي، هغه اوویل چې که د ګاونډي سره دې جنګ وی نو بیا به هم دوی ته نشه ی توکي اچوې.
نور خبرونه
اتحادي حکومت پریکړه کړې چې حاجیانو ته ۵ ملیارده ،۱۰ کروړه او ۵۰ زره روپۍ واپس ورکوي
دولت افغانستان در حال آغاز گفتگو با طرف ترک در مورد پناهجویان افغان است
آریاناسعید: د ط البانو راتګ زما پۀ هنر او کارونو منفي اغېز نده کړې؛ خو افغانستان هرڅه لۀ لاسه ورکړي






