آریاناسعید: د ط البانو راتګ زما پۀ هنر او کارونو منفي اغېز نده کړې؛ خو افغانستان هرڅه لۀ لاسه ورکړي

0
67

آریاناسعید: د ط البانو راتګ زما پۀ هنر او کارونو منفي اغېز نده کړې؛ خو افغانستان هرڅه لۀ لاسه ورکړي

د آریانا سعید پۀ وینا چې افغان ځوانانو د کار او تحصیل انګېزه له لاسه ورکړې او هلته د ژوند کولو لپاره ورته یوازې دوه ټاکنې پاتې دي، یا به دوی ( ط البانو) سره سلاح اخلي او یا به هم پۀ ډېرو ستونزمنو لارو لۀ هېواده ووځي.

 

(2022 / 8 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وتلې افغان سندرغاړې آریانا سعید بي بي سي ته پۀ یوه لنډه ویډیویي مرکه کې ویلي چې دا لۀ افغانستان څخه پۀ بد وضعت کې ووتله، ډېر د نارامۍ احساس یې کاوۀ او د نوموړې پۀ وینا د ژوند لۀ بدو ورځو څخه یې یاده ورځ وه.

آغلې سعید خپل هنر ته پۀ اشارې ویلي چې د افغانستان سیاسي بدلون د دې پۀ هنر بده اغېز نده کړې او پۀ وینا یې دا پۀ ژوند کې د پخوا پۀ څېر فعاله ده؛ خو د دې پۀ وینا چې افغان مېرمنو نسبي حقوق لۀ لاسه ورکړي او لۀ سختو کړاونو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړې همدا راز د ط البانو پۀ راتګ د کلتوري مسائلو حذب لکه د نوروز او نورو جشنونو نیول او د یوې ژبې ( فارسي) حذبول بوږنوونکي بللي دي.

د آریانا سعید پۀ وینا چې افغان ځوانانو د کار او تحصیل انګېزه له لاسه ورکړې او هلته د ژوند کولو لپاره ورته یوازې دوه ټاکنې پاتې دي، یا به دوی ( ط البانو) سره سلاح اخلي او یا به هم پۀ ډېرو ستونزمنو لارو لۀ هېواده ووځي.

آریانا سعید د دغو ستونزو یوازینۍ حل لاره د افراطي فکرونو سمون او یو بل منل یاد کړي دي.

 

Leave a reply