د پاکستان مسلم لیګ مشرې مریم نواز ویلي دي چې نواز شریف د تیلو د بیعو مخالفت کړې دې ، نواز شریف ویلی دي چې زه په اولس بار اچول نه غواړم
باغی ټي وي رپورټ
حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د بدلون په مهال د پټرولو په نرخ کې 6 روپۍ 72 پيسې في ليټره اضافه کړې ده.
د حکومت پر دې پرېکړې د عامو خلکو له خوا سختې نيوکې کېږي، خلک په دې اند دي، چې په ټوله نړۍ کې د نفتي توکو بيې راټيټې شوې او په پاکستان کې يې بيې لوړې شوې دي.
په داسې حال کې په ټويټر باندې يو کارونکي د مسلم ليګ نون مشرې مريم نواز ته مخاطب شوي او غوښتنه يې کړې چې ‘تاسو بايد ميا نواز شريف ته ووايئ چې د پټرولو د بيعو د زياتوالي نوټس واخلي’.
مريم نواز په ټويټر ليکلي چې “ميا صاحب د دې پرېکړې سخت مخالفت کړی او دا يې هم ويلي چې زه پر ولس يوه پيسې نور بار هم نه شم اچولی او که د حکومت له خوا کومه مجبوري وي، زه به دا پرېکړه ومنم، زه په کې شامل نه يم.”
ياده دي وي چي د خزاني وفاقي وزارت د پټروليم مصنوعاتو د نوو نرخونو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔
د نوټيفيکيشن له مخې د 6 روپو 72 پيسې في ليټر زياتوالي وروستو د پټرولو نوې بيه 233 روپۍ 91 پيسې في ليټر شوې ده.
د تيز رفتار ډيزلو په نرخ کښې 51 پيسې في ليټره کمې شوې دې ولې د هائي سپيډ ډيزلو نوې بيه 244 روپې 44 پيسې في ليټر شوې ده۔
د پټي د تیلو په بیه کې یو روپۍ 67 روپۍ فی لیټره کمه شوې او نوې بیه 199 روپۍ 44 پيسې فی لیټر شوې ده.
د لائټ ډيزل تېل په نرخ کښې 43 پېسې في ليټر زياتوالى راغلى او د لائټ ډيزل تېل نوې قيمت 191 روپۍ 75 پيسې في ليټر ټاکل شوى دى.
دا خبره مهمه ده چې پرون په نړیوال بازار کښې د خام تیلو بیعه راټیټه شوې ده او د راپور مطابق د یو بیلر خام تیلو قیمت تر ۹۳ ډالرو راټیټ شوې دې.
میاں صاحب نے اس فیصلے کی سخت مخالفت کی اور یہاں تک کہ دیا کہ میں مزید ایک پیسے کا بوجھ عوام پر نہیں ڈال سکتا اور اگر حکومت کی کوئی مجبوری ہے تو میں اس فیصلے میں شامل نہیں ہوں اور میٹنگ چھوڑ کر چلے گئے۔ https://t.co/McG019GW6Z
— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) August 15, 2022
نورخبرونه
د پاکستان او آیی ایم ایف ترمینځ ټول خنډونه لرې شوې دي، پاکستان آیی ایم ته د موافقې لیک لیږلې
د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ ایم پي اې په جمعیت علمای اسلام کښې شامل شوې
……..