د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ ایم پي اې په جمعیت علمای اسلام کښې شامل شوې

0
64

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر او د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي سميع الله عليزئي د جمعيت علمائے اسلام (جے يو آئي) سره يوځای شوے دے۔

ډي آئي خان کښې جے يو آئي کښې د شامليدو نه پس يو خبري کانفرنس ته دوينا په مهال سميع الله عليزئي اوويل چي عمران خان د ملک ټولني او معيشت هر څه تباه کړي، مولانا فضل الرحمان اول اول د عمران خان فتنې پيژندلي۔
سميع الله عليزي وويل، چې علي امين ګنډاپور ته هم بايد اوس د پيسو حساب ورکړي، هغه اوویل چې له واک څخه مخکې ی د کور دېوال جوړولو پيسې نه لرې او وس د کروړونو روپو مالک دې.

پخواني صوبايي وزير وويل علي امين د سيوريج سيسټم په قرارداد کې په کروړونو روپو کميشن اخستى دى، له پټوارانو څخه پيسې اخلي او د نوکريو په بدل کې هم پيسې اخلي او د ادارو پر ضد د کليوالو د هڅولو هڅه کوي.

Leave a reply