رینا امیري: نړۍ باید د افغانستان د ښځو تر څنګ ودرېږي

0
47

رینا امیري: نړۍ باید د افغانستان د ښځو تر څنګ ودرېږي

هغې د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۳مه) ټویټ وکړ: د ښځو مظاهره کوونکي د داسې افغانستان د یوې برخې په توګه مبارزه کوي چې د اقتصادي پرمختګ، ټول شمولیت او ریښتینې سولې په لور روان وي.

 

(2022 / 8 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ط البانو پر ضد مظاهره کوونکي ښځې زړورې وبللې او ویې ویل چې نړۍ باید د دغو ښځو ترڅنګ ودرېږي.

هغې د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۳مه) ټویټ وکړ: د ښځو مظاهره کوونکي د داسې افغانستان د یوې برخې په توګه مبارزه کوي چې د اقتصادي پرمختګ، ټول شمولیت او ریښتینې سولې په لور روان وي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې پۀ ورځ کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو د خپلو حقوقو غوښتلو، د نجونو د ښوونځیو د خلاصون او بشر حقوقو څخه  دفاع لپاره ښار ته د لاریون کولو پۀ موخه راوتلې وې چې پایله کې ط الب ځواکونو ورباندې سختې ډزې وکړې او د دوی دغه تجمع یې تیت و پرک کړه.

اړوند موضوعات: 

کابل ښار کې د ښځو لاریون له تاوتریخوالي سره مخ شوی

د ط الب ځواکونو دغه کړنه پۀ ځلونو د نړۍوالو لۀ خوا لۀ منفي غبرګون او د یادو ښځو دغه لاریونونه له هرکلي سره مخ کېږي؛ خو ط البان بیا د دغو ښځو راټولېدنه استخباراتي لوبه ګڼي او وايي چې دغه مېرمنې د پردیو پۀ لمسون لاریونونه کوي.

 

Leave a reply