کابل ښار کې د ښځو لاریون له تاوتریخوالي سره مخ شوی

0
201

کابل ښار کې د ښځو لاریون له تاوتریخوالي سره مخ شوی

نن یو شمېر ښځینه فعالینې د خپلو حقونو د غوښتلو پر موخه کابل کې د ارګ مخې ته د لاریون په موخه راټولې شوې وې چې وروسته لاریون په تاوتریخوالي بدل شو.

 

(2021 / 9 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

نن یو شمېر ښځینه فعالینې د خپلو حقونو د غوښتلو پر موخه کابل کې د ارګ مخې ته د لاریون په موخه راټولې شوې وې چې وروسته لاریون په تاوتریخوالي بدل شو.

دغو ښځو چې د ” ښځو حقوق دې وساتل شي” شعارونه یې ورکول هڅه یې کوله چې ارګ ته دننه شي؛  خو د طالبانو له خوا یې مخه ونیول شوه، له مخنیوي سره سم ښځو په طالبانو ګذارونه کړي چې طالبانو له ځان نه د دفاع په خاطر په ورته کړنه کې یو شمېر ښځینه فعالینې ټپي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايی چې دوی به د ښځو د کار مخه نه نیسي؛ خو په لوړو پوسټونو د ګومارلو لپاره یې څه پلان نشته.

Leave a reply