فارن فنډنک کیس کښې د پاکستان تحریک انصاف اپیل په اسلام آباد هایی کورټ کښې د اوریدنې لباره مقرر شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د ممنوع الخروج فنډز کیس کښې د الیکشن کمیشن فیصلې خلاف د تحریک انصاف اپیل اسلام آباد هائی کورټ کښې د اورېدنې لپاره مقرر کړې شوې دې.
د اسلام آباد هائي کورټ رجسټرار دفتر د کاز لسټ جاري کړے دے، قائم مقام چيف جسټس عامر فاروق به سبا د درخواست اورېدنه کوي۔
تحريک انصاف په خپل درخواست کښې د الېکشن کمېشن اقدام غيرقانوني او د ممنوع الخروج فنډنګ کيس کښې د شوکاز نوټس د کالعدم ګرځولو غوښتنه کړې ده۔
د دې نه علاوه پي ټي آئي د ممنوعه فنډنګ کيس کښې د اليکشن کميشن د 2م اګست فيصلې کالعدم کولو غوښتنه کړې ده۔
……………..
د فارن فنډنګ کیس د پریکړې مهم ټکي
…………….
اليکشن کميشن په خپله فيصله کې وئيلي دي چې دا ثابته شوې چې پي ټي ائي منعې فنډونه اخستي دي.
13 نامعلوم حسابونه راڅرګند شول.
مرستې د متحده ایالاتو، استرالیا او متحده عربي اماراتو څخه اخیستل شوي.
پي ټي آئي د دې اکاونټونو په اړه څه نه شي ويلی.
د اساسي قانون له مخې، د حسابونو پټول غیر قانوني دي.
پي ټي آئي د 34 خارجيانو، 351 کاروبارونو او شرکتونو څخه فنډونه ترلاسه کړل.
پي ټي آئي د عارف نقوي د شرکت ووټن کرکټ څخه منع شوي فنډونه اخیستي.
د عارف نقوي له شرکت څخه ۲۱ لکه ۲۱ زره ۵۰۰ ډالره ممنوع الخروج اخیستل شوي دي.
ووټن کرکټ لمیټډ د ابراج ګروپ تر چتر لاندې فعالیت کاوه.
د متحده عربي اماراتو د بریسټول انجینري خدماتو شرکت څخه 49 زره 965 ډالر منع شوي فنډونه اخیستي.
د سیاسي ګوندونو د قانون د شپږمې مادې له مخې بهرنۍ مرستې منع دي.
عمران خان یو فارم جمع کړی چې په غلط بیانۍ او دروغو ولاړ دی.
د ګوند د حسابونو په اړه ورکړل شوی بیان غلط دی.
په شخصي بانک کې پرانستل شوي دواړه اکاونټونه د تحریک انصاف په نوم عمران خان پرانستل.
یو بانکي اکاونټ کې تر ۸ کروړه او بل کې ۵۱ زره ډالر وو.
د متحده عربي اماراتو قانون خیریه موسسې د بسپنې راټولولو څخه منع کوي.
فنډنګ راټولول اجازې ته اړتیا لري، د اجازې ترلاسه کولو کې پاتې راتلل د متحده عربي اماراتو قانون سرغړونه ده.
نور خبرونه
بلوچستان کښې بارانونو او سیلابونوله امله ۷ نور کسان مړه شوي دي






